د منزوي شویو کسانو د غږ اورېدلو لپاره د ستراتیژۍ جوړول:

ټول شموله میکانیزم په فعاله توګه د منزوي شویو کسانو او اقلیتونو د شاملېدلو او د ځانګړو ډلو په وړاندې د ممکنه خنډونو د لرې لپاره د بېلابېلو ستراتیژۍ څخه کار اخلي.

د ټول شموله میکانیزم وار د مخه په ټول افغانستان کې د مدني ټولنې لویه شبکه لري او د افغانستان ټولو ولایتونو او ولسواليو ته د لاسرسي په موخه له همدغو شبکو څخه کار اخلي. دغه میکانیزم به د خپلو اړیکو جوړښت د اوو زونونو څخه پیلوي، چې هغوې به بیا د ۳۴ ولایتي شبکو سره، چې د ولسوالیو په کچه لاسرسی لري، ټینګوي.

ټول شموله میکانیزم به د سیمه ایزو خلکو  په ګډون د زیانمنو شویو، ګوښه شویو او لږکیو کسانو لپاره فرصت برابر کړي چې د مذاکرې ښکېلو اړخونو سره په مخامخ ډول لیدنه ترسره کړي. دغه کسان به د مدني ټولنې، دیني عالمانو، بېلابېلو سکټورونو او عامو خلکو سره د سلا مشورو او خبرو اترو په ترڅ کې په نښه کېږي.