د مدني ټولنې پیاوړي کول:

ټول شموله میکانیزم به د مدني ټولڼې له موجوده فعالیتونو، نوښتونو او پروژو سره کار وکړي او د سولې بهېر کې د افغانانو د اندېښنو او غوښتنو د لېږد په برخه کې به زیار وباسي. ټول شموله میکانیزم د رهبرۍ کمېټې او سیمه ایزو شبکو له لارې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د مدني ټولنو سره اړیکه ټینګوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د هغوې نظرونه او وړاندیزونه په سمه توګه راټول شوي او لېږدول شوي.

ټول شموله میکانیزم لومړی د سولې په اړه د افغانانو د غوښتنو، نظرونو او لیدلوريو اړوند ترسره شوي څېړنې او سروې ارزولي او څېړلي دي. د دې څېړنې لنډ رپورټ د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د ۱۵۰ مدني ټولنې له استازو سره تر سلا مشورې او بیاکتنې په پایله کې د اساسي اصولو سند رامینځته شو. د اساسي اصولو سند د سولې خبرو اترو، میکانیزمونو او د اړتیا وړ اصولو په اړه د افغانستان د مدني ټولنې اساسي غوښتنې بیانوي، چې له مخې یې دوامداره اوربند او د افغانستان ټولو خلکو ته  منظمې اداري او عامه اسانتیاوې برابرې شي ترڅو افغانستان کې منظمه، سوله ایز او پراخ سیاسي لېږد لپاره لار هواره شي. اساسي اصول په ضمیمه کې لوستلی شئ.