موږ څوک یو

د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم څه ډول میکانیزم دی؟

د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم یو پراخ، د لاسرسۍ وړ او افغان محوره میکانیزم دی چې د افغانستان خلکو لپاره په منظمه او بې پرې توګه زمینه برابروي چې د سولې او سولې بهېر د ټول شمولیت په برخه کې فعاله او مرکزي رول ولوبوي.

د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم به د ټولو افغانانو اندېښنې او غوښتنې د سلا مشورو او د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د معلوماتو راغونډولو له لارې ترلاسه کړي او همداراز به د شته تشو د ډکولو لپاره سروې ګانې او نظر پوښتنې ترسره کړي، چې په دې سره به د مذاکرې میز ته د خلکو د زیات لاسرسي څخه ډاډ ترلاسه کړي. ټول شموله میکانیزم همدارنګه کولای شي چې یو داسې مرجع رامنځته کړي چې له لارې یې عام خلک وکولای شي د          مذاکره کوونکو سره له نږدې څخه وګوري. افغانانو ته د مذاکرې له میز څخه د پرمختګونو او د اجندا د بحث وړ موضوعاتو په اړه معلومات برابرول د ټول شموله میکانیزم له مهمو چارو څخه شمېرل کېږي.

په ټول شموله میکانیزم کې کوم کسان ښکېل دي؟

ټول شموله میکانیزم د افغانستان مدني بنسټونو د استازو په ګډون د سیمه ایزو، فرهنګي او دیني مشرانو، ښځو، ځوانانو او په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي څخه زیانمن شویو کسانو له خوا رامنځته شوی او غواړي چې د افغانانو او په مذاکراتو کې د هغوی د استازو ترمنځ په منظمه او     بې پلوه توګه اړیکه ټینګه کړي.

د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم په ټول افغانستان کې د مدني  ټولنې  پراخه شبکې لري او د افغانستان ټولو ولایتونو او ولسواليو ته د لاسرسۍ په موخه له همدغو شبکو څخه کار اخلي چې د میکانیزم د دارالانشا (دوه مدیران یې اداره کوي)، د سلاکارانو تخنیکي بورډ او د رهبري کمېټې له خوا يې ملاتړ کېږي. دغه میکانیزم د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي لپاره له همدغو سیمه ایزو زونونو او ولایتي شبکو څخه کار اخلی.

ټول شموله میکانیزم به د مدني ټولڼې له موجوده فعالیتونو، نوښتونو او پروژو سره کار وکړي او د سولې بهېر کې د افغانانو د اندېښنو او غوښتنو د لېږد په برخه کې به زیار وباسي.

د افغانستان لپاره ټول شموله میکانیزم کله تأسیس شو؟

دغه  میکانیزم د سولې بهېر کې د ټولو افغانانو د پراخ ګډون د تضمین په موخه د افغانستان د مدني ټولنې د پراخو، بېلابېلو او بیا بیا غوښتنو په پایله کې رامنځته شو. ټول شموله میکانیزم د ۲۰۱۹ کال راهیسې د مدني ټولنې د ثابت جوړښت او پياوړې شبکې د جوړولو هڅه کوي تر څو دغه بنسټونه د یوه پياوړي ملي جوړښت په توګه راڅرګند شي.

ټول شموله میکانیزم د خپلې پراختیا په لړ کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د ۱۵۰ ډلو او مدني ټولنې بنسټونو سره سلا مشورې ترسره کړي، د افغانستان د سولې اړوند یې د مهمو څېړونو لنديز راغوند کړ او همداراز یې په بروکسل کې د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د حق غوښتنې غونډه ترسره کړه چې د غونډې په ترڅ کې د مدني ټولنې  منتخبو استازو په مستقیمه توګه د اروپایی ټولنې    لوړ پوړو چارواکو ته د ټول شموله سولې د اړتیا په اړه ټینګار وکړ. د اساسي اصولو سند د مذاکرې ښکېلو اړخونو او نورو ثالثو ډلو ته لارښوونه کوي چې د مذاکرې په ټولو اساسی موضوعاتو، میکانیزمونو او د اړتیا وړ اصولو باندې تمرکز وکړي چې له مخې یې دوامداره اوربند او د افغانستان ټولو خلکو ته  منظمې اداري او عامه اسانتیاوې برابرې شي ترڅو افغانستان کې منظم، سوله ایز او پراخ سیاسي لېږد لپاره لار هواره شي.

ټول شموله میکانیزم چیرې کار کوي؟

د ټول شموله سولې  لپاره د افغانستان میکانیزم خلکو ته د لاسرسی لپاره د اوو زونونو څخه کار اخلي، چې دغه زونونه د ۳۴ ولایتي شبکو او د ولسوالیو په کچه لاسرسی لري. سیمه ایز زونونه او ولایتي شبکې به ډاډ ترلاسه کوي چې د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم اداره د هېواد ګوټ ګوټ ته لاسرسی ولري او یوازې په کابل باندې متمرکزه نه وي. د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم اداره به د کاسګید له مېتود څخه کار واخلي ترڅو ډاډمن شي چې د مدني ټولني شبکې خپل پخواني ترسره شوې کارونه تکرار نه کړي او پرځای یي په عادي توګه د دغو هلو ځلو په همغږۍ او د پایلي په لېږد کې د تماس دفترونو په توګه عمل وکړي.

ټول شموله میکانیزم د کومې اړتیا له مخې رامنځته شوی؟

د تېرو لسیزو په لړ کې د افغانستان ټولڼو، بنسټونو او وګړو په بېلابېلو کچو او راز راز طریقو سره د سولې راوستلو هڅې وکړئ. که څه هم دغه هلې ځلې د زده کړیزو، سپورټي یا هنري پروګرامونو له لارې وشوې؛ خو د سولې په برخه کې د افغانستان د خلکو د ټینګې ارادې او کلک عزم څرګندونه کوي. ټول شموله میکانیزم پوهېږي چې په افغانستان کې بېلابېل غږونه شتون لري او تلپاتې سولې ته د شرایطو برابرول د هغو کسانو پراخ ګډون ته اړتیا لري چې غواړي غوښتنې او اندېښنې یې واوریدل شي.

د ټول شموله میکانیزم یوه مهمه دنده د اړیکو لپاره څو اړخیزه تګلاره برابرول دي چې  د سلا مشورو، مستقیم تماس، په بېلابېلو ژبو دیجیتلي شبکې، د کتبي او غږیزو پیغامونو اسانتیاوو او په مستقیمه توګه د ساحوی دفترونو سرتاسري پوښښ له لارې د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ترسره کېږي. د دې ترڅنګ دغه میکانیزم به د خلکو د لیدلورو په اړه نظرونه او وړاندیزونه او نوي معلومات د سروي او نظر پوښتنې په مرسته راغونډ کړي او د امکان تر حده به دغه معلومات ډلبندي کړي تر څو ډاډمن شي چې د اقلیتونو موضوعات له  یاده و نه وځي. ټول شموله میکانیزم په واضح او فعاله توګه د منزوي شویو کسانو او اقلیتونو د شاملېدلو لپاره زیار کاږي او د هغوې د شمولیت لپاره به بېلابیلې  ستراتیژ‌‌ۍ جوړې کړي چې د ځانګړو خلکو په وړاندې خنډونه لرې شي.

ټول شموله میکانیزم د افغانانو او مذاکرې میز د مستقیم نښلون چارې پرمخ بیايي او نه یوازې به د پروسې د ټول شمولیت څخه،  بلکې د منلو وړ پایلې څخه هم ډاډ ترلاسه کوي.

اروپایي ټولڼه د ټول شموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم څخه د یوه خپلواکه میکانیزم په توګه ملاتړ کوي.   یادې ټولنې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د دولت جوړونې له بهېر څخه دوامداره ملاتړ کړی دی او د بشري حقونو او ولسواکۍ د  ټینګښت ترڅنګ یې د افغانستان سره په ارزښتناکه ملګرتیا باندې تمرکز درلودلی. دغه میکانیزم به د ګډو ارزښتونو او اروپايي ټولنې او افغانستان خلکو د ژورې ملګرتیا ته په کتو د خبرو اترو میز ته د مستقیمې اړیکې لپاره زمینه برابره کړي او همداراز به د سولې بهېر او پایلو کې د پراخ ګډون او ګډ مسوولیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.