زموږ غړي

مسعود کړوخیل

د اړیکو دفتر مشر او د بنسټ اېښودونکو څخه دی، چې دغه دفتر په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان په پلازمینه کابل کې جوړ شوی دی. ښاغلی کړوخیل د دودیزو او دولتي بنسټونو د همغږۍ له لارې په ټول افغانستان کې د ښې حکومتولۍ دودولو، عدالت ته د لاسرسي، د معیشت ښه کولو او مدني ټولنې پراختیا لپاره هلې ځلې کړي. نوموړي د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټري سند د پاکستان اسلام آباد پرسټون پوهنتون څخه ترلاسه کړی او همداراز یې د بن پراختیايي څېړونو مرکز کې د څېړنې ماموریت هم پای ته رسولی.

مسعود کړوخیل

د اړیکو دفتر مشر او د بنسټ اېښودونکو څخه دی،...

مریم صافي

مریم صافي د څېړنې او پراختیا بنسټ مشره او بنسټ اېښودونکي ده، چې د افغانستان په کابل کې یو خپلواک، پالیسي ساز او روزنیز بنسټ دی. میرمن صافي د څه باندې یوې لسیزې راهیسې د څېړنې، پالیسۍ روزنې، استراتیژۍ جوړولو او د سولې رامینځته کولو د رهبرۍ په برخه کې تجربه لري او په افغانستان، سویلي او مرکزي آسیا، اروپا او شمالي امریکا کې یې د مدني ټولنې بنسټونو، ملي بنسټونو، څو اړخیزو سازمانونو، فکري مرکزونو او علمي بنسټونو سره کار کړی دی. نوموړۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ناټو په مرکز کې شمالي آټلانتیک سازمان او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د افغانستان د سولې بهېر په اړه لنډ ریپوړتونه وړاندې کړي دي او په اړه یې تل سیمه ایزو او نړیوالو مجلو او رسنیو ته لیکنې کړي دي. نوموړۍ همداراز د سولې او شخړې حل په برخه کې د افغانستان امریکايي پوهنتون استاده ده او د سولې مجلې د تحریر پلاوي غړیتوب لري چې د سولې رامینځته کولو په برخه کې د سولې آسیا مجله ده.

مریم صافي

مریم صافي د څېړنې او پراختیا بنسټ مشره او بنسټ...

مریم درانۍ

د بې بې خدیجه الکبرا د ښځو فرهنګي ټولنې مشره او بنسټ اېښودونکې ده او په قندهار کې د ښځو د حقونو ملاتړ په برخه کې کار کوي. میرمن درانۍ لومړۍ په ۲۰۰۵ او بیا په ۲۰۰۹ کال کې د قندهار ولایتي شورا د غړې په توګه وټاکل شوه او د څلور میرمنو څخه یې یوه هغه وه. نوموړۍ په افغانستان کې د سولې، ښځو او نجونو حقونو ملاتړۍ ده او همداراز ټولو افغانانو ته د اساسي مدني حقونو غوښتونکې ده.

مریم درانۍ

د بې بې خدیجه الکبرا د ښځو فرهنګي ټولنې مشره...

عبدالمجیب خلوتګر

خبریال او د “نی”  افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې مشر دی. ښاغلی خلوتګر د ژورنالسټیکي فعالیتونو ترڅنګ د بیان او رسینو آزادۍ د ملاتړ په برخه کې ۱۵ کلنه تجربه لري. نوموړي د رسنیو قانون په کاري ډله کې اساسي رول لوبولی دی، په دغه ډ‌له کې د رسنیو ۱۵ متخصصین شامل دي او په افغانستان کې د رسنیو قوانینو لپاره هلې ځلې کوي، چې له دې مخکې یې د خبریالانو لپاره د اخلاقي موازینو کړنلارې جوړولو کې هم مرسته کړې وه، کوم چې په افغانستان کې د رسنیو لپاره  لومړی اخلاقي موازین ګڼل کېږي.

عبدالمجیب خلوتګر

خبریال او د “نی”  افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې...

امید شریفی

د هنرسالار ډلې مشر او بنسټ اېښودونکی دی، د هنرمندانو او  رضاکارانو ډغه ډله غواړي چې د هنر او کلتور له لارې ټولنیز بدلون او د خلکو په سلوکو کې بدلون ته زمینه برابره کړي. شریفي د وارټیستس او ریبل هنري کافې مشري په غاړه لري او همداراز د یپلوماټ مجلې خپرونکی هم دی، کومه چې په کابل کې نوې جوړه شوې.

امید شریفی

د هنرسالار ډلې مشر او بنسټ اېښودونکی دی، د هنرمندانو...

میرویس وردک

د سولې لپاره رونیزه او څېړنیزه بنسټ مشر دی، چې د څېړنې او ارزونې پروژو په پلي کولو کې یې ونډه لرلې. نوموړی څېړنونکی او متخصص کس دی چې په افغانستان کې د مرستندویه ادارو سره د همکارۍ ۲۰ کلنه تجربه لري او د بشري امنیت، د ټولنې پراختیا، د سولې جوړولو، د شخرو حل او د مدني ټولنې پراختیا په برخه کې یې بېلابېلې پروژې پلي کړي دی. ښاغلي وردک په ۲۰۰۵ کال کې د جګړه  ځپلو ټولنې د بیارغونې په برخه کې د ماسټري سند د یورک پوهنتون څخه ترلاسه کړي.

میرویس وردک

د سولې لپاره رونیزه او څېړنیزه بنسټ مشر دی، چې...

ماری اکرمي

د افغانستان د ښځو شبکې مشره ده او تر دې مخکې د افغان ښځو د وړتیاوو لوړولو د مرکز اجرایوي مشره پاتې شوې، هغه سازمان چې په ۲۰۰۳ کال کې یې د زیانمنو شویو ښځو لپاره لومړنۍ د امن کور برابر کړو. میرمن اکرامي په ټولنه کې د سولې رامینځته کولو او شخړو هواري کې د ښځو د مشارکت سربیره، په سیاسي او د سولې بهېر کې د ښځو د ګډون لپاره هم هلې ځلې کړي دي، چې په ۲۰۱۰ کال کې د سولې مشورتي جرګه او په ۲۰۱۱ کې د سولي په اړه لویه جرګې کې یې ګډون د مثال په توګه یادولی شو. 

ماری اکرمي

د افغانستان د ښځو شبکې مشره ده او تر دې...

منیژه وافق

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایو خونې مشره او بنسټ اېښودونکې ده او د دیارلسو کلونو راهیسې د سوله د سوداګرۍ  له لارې پروګرام  اسانچارې ده. نوموړۍ د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د ملاتړ په برخه کې بېلابېل بنسټونه رامینځته کړي، چې له ډلې یې “سوله د سوداګرۍ له لارې” پروګرام، د افغانستان د پراختیا لپاره پیاوړي کارپنځونکي پروګرام یادولی شو چې بیا وروسته د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې باندې واوښت. د نوموړۍ هڅې او وړاندیزونه په ملي پالیسیو کې د بدلون لامل شوې او د صنعتي پارکونو ۱۵ تر ۲۵ سلنه برخه د کوچنیو، منځنیو او ښځینو سوداګرو لپاره ځانګړې شوې.

منیژه وافق

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایو خونې مشره...

اورزلا نعمت

د افغانستان د څېړنې او اروزنې ادارې مشره ده او همداراز یوه فعاله افغانه او په سیاسي اټنوګرافۍ کې څېړونکې ده. هغه د یو سازمان بنسټګره ده او د څه باندې ۱۷ کلونو راهیسې د بېلابېلو خلکو، ملي او نړیوالو بنسټونو سره یې کار کړی. میرمن اورزلا د بېلابېلو پراختیايي سازمانونو سره د رهبرۍ پلوي په توګه دنده ترسره کړئ او د افغانستان او افغان میرمنو په استازیتوب یې په راز راز ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کړی. نوموړۍ ډوکټورا د پراختیایي زده کړو په برخه کې د شرقي او آفریقایي مطالعاتو پوهنتون څخه ترلاسه کړئ او همداراز یې د پراختیايي پلان جوړونې برخه کې د لندن کالج څخه ماسټري ترلاسه کړئ.

اورزلا نعمت

د افغانستان د څېړنې او اروزنې ادارې مشره ده او...

معصومه جامي

د ښځو حقونو فعاله ده او د ښځو حقوقي مسایلو او د حقونو د پوهاوي په برخه کې یې فعالیت کړی. مخکې له دې، نوموړۍ د کلیو او پراختیا په برخه کې د ملګرو ملتونو هبیټاټ او اویک سره دنده ترسره کړئ. میرمن جامې د زنده جان ولسوالې د ښځو شورا مسوولیت په غاړه درلود او همداراز د دوو کلونو لپاره د هرات ولایت کې د ښې حکومتولۍ د کمېټې منشې وه. نوموړۍ د هرات پوهنتون څخه د دري ژبو او ادبیاتو په څانګه کې لیسانس لري.

معصومه جامي

د ښځو حقونو فعاله ده او د ښځو حقوقي مسایلو...

سیدحسین انوش

د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې اجرایوي مشر دی. نوموړی د مدني ټولنې سره د ظرفیت لوړولو، د پروژې مدیریت، څارنې او ارزونې، عدالت غوښتنې او همداراز بشري حقونو برخو کې د بشپړې تجربې خاوند دی. ښاغلی انوش د       مدنې ټولنې فعال او د بشري حقونو ملاتړی دی. هغه په بیشکک ګې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان اکادمۍ څخه د امنیت او سیاست په برخه کې ماسټري لري

سیدحسین انوش

د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې اجرایوي مشر...

رسول محمد

د خوست ولایتي شورا پخوانی منشي او مشر دی. هغه مخکې تر دې، د خوست ټنيو ولسوالۍ کې د اړیکو دفتر د شخړې د هواري کمیسیون غړی او همداراز یې د خوست ټنیو ولسوالۍ د ولسوال په توګه دندې ترسره کړي. نوموړی د شخړې ارزونې او هواري کې تخصص لري. هغه په ۱۹۷۳ کې د کندوز ولایت دارالمعلمین څخه فارغ شوی او په ۱۹۶۸ کې د لټوانیا جمهوریت د پولیسو اکادمۍ څخه د سیاست په برخه کې فارغ شوی.

رسول محمد

د خوست ولایتي شورا پخوانی منشي او مشر دی. هغه...

کلثوم ملاله میوندۍ

د انعکاس راډیو تلویزیون د خپرونو ویانده ده. هغې مخکې تر دې، د PACT بنسټ سره د ښځو په اړه د څېړونکې کارکوونکې او د سویس سولې بنسټ سره د سلاکارې په توګه دندې ترسره کړي. میرمن میوندۍ په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او روزنیزو ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې برخه اخیستې او بیلابېلې لیکنې یې خپرې شوي. نوموړۍ د التقوا د لوړو زده کړو موسسه کې د حقوقو او سیاسي علومو زده کړیاله ده.

کلثوم ملاله میوندۍ

د انعکاس راډیو تلویزیون د خپرونو ویانده ده. هغې مخکې...

عبدالحمید صفوت

د بلخ ولایت د مدني ټولنې د اتحادیې او د ۲۰۱۵ کال څخه د همکارۍ او پراختیا موسسې مشر دی. تر دې مخکې، نوموړي د افغانستان د دیموکراسۍ او پراختیا موسسې سره دنده ترسره کړئ. ښاغلی صفوت د سیاسي علومو په برخه کې د ایران، تهران څخه ماسټري لري او د بېلابېلو څېړونو د نشر ویاړ هم لري.

عبدالحمید صفوت

د بلخ ولایت د مدني ټولنې د اتحادیې او د...

محمد ابراهیم تولا

د خلکو غږ د اونیزې مدیر مسوول او د امتیاز خاوند  او د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې غړی دی. نوموړی د سولې جوړوني، بشري حقونو، د ولسواکۍ عناصرو، د هېواد وضعیت او ښې حکومتولۍ په برخه کې کافي تجربه لري او د بشري حقونو د فعالانو څخه د ملاتړ پروګرام سره یې کار کړی چې اروپايي ټولنې یې مالي ملاتړ کولو او د سولې او دیموکراسۍ لپاره د عدالت موسسې سره یې هم کار کړی. هغه د بامیان پوهنتون څخه د ژبو او ادبیاتو په برخه کې لیسانس لري.

محمد ابراهیم تولا

د خلکو غږ د اونیزې مدیر مسوول او د امتیاز...

لیلما ناصري

د افغانستان عدالت موسسې مشره او بنسټ اېښودونکې ده او تر دې مخکې د بیلابېلو ملي او نړیوالو سازمانونو سره کار کړی. میرمن ناصري د پروژې د مدیریت، پلي کولو، ارزونې او اجرا برخو او همداراز عدالت ته د ښځو لاسرسي او د تاوتریخجن افراطیت سره د مبارزې په برخه کې کافي تجربه لري. میرمن ناصري د برچم نړیوال پوهنتون څخه د لیسانس سند په عامه اداره کې ترلاسه کړی.

لیلما ناصري

د افغانستان عدالت موسسې مشره او بنسټ اېښودونکې ده او...